د صنعتي ساحو جوړېدو په موخه ۸۰ زره جرېبه ځمکه وزارت ته انتقال شوې

د صنعتي ساحو جوړېدو په موخه ۸۰ زره جرېبه ځمکه وزارت ته انتقال شوې سوداګرۍ او اقتصاد

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې په ۲۸ ولایتونو کې د صنعتي ساحو د جوړېدو په موخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته شاوخوا ۸۰ زره جرېبه ځمکه انتقال شوې ده.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې دا ځمکه د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس انتقال شوې ده.

دا حکومتي اداره همداراز وايي، چې د دې ځمکې له جملې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په اتو ولايتونو کې ۱۲۵ شرکتونو ته ۶ زره او ۴۹۵ جرېبه ځمکه توزېع شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه د اسلامي امارت زعیم په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ناستو کې شوې ده، چې موخه یې د صنعتکارانو ملاتړ او د مناسب ځای برابرېدو برخه کې د هغوی ستونزو حل دی.

تړلي موضوعات