د ا.ا سفیر قطري چارواکو سره د ګډ نندارتون په جوړېدو خبرې کړې
قطر کې د افغانستان سفیر محمدسهیل شاهین د قطر سوداګري او صنایعو خونې عمومي رئیس بوشرباک المنصوري سره کتلي.
دوحه کې د افغانستان سفارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډ نندراتون جوړېدو، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ د ناستې زمینې برابرېدو خبرې او بحثونه کړي.
همداراز دې کتنه کې د پانګونې په زیاتېدو او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو تګ راتګ اسانتیاوو په برابرېدو ټینګار شوی.
دغه کتنه داسې مهال ترسره کیږي، چې تېرو څلور کلونو کې د افغانستان او قطر اړیکې لوړې کچې ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکي هڅه کوي دغه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.