ا.ا.ا: افغاني تولیداتو ته د نړېوال بازار په موندنه کې دوامداره هڅې روانې دي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو شمېر صنعتي خونو مسؤلینو سره کتلي دي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د کورني صنعت ملاتړ ته ژمن دی.
دې کتنه کې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم صنعتکاران د هېواد د اقتصاد يو مهم بنسټ بللی او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې یې ستایلې دي.
د اسلامي امارت یاد چارواکي صنعتکارانو ته د ډاډ په ډول ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کړې چې د صنعتکارانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي په ځانګړې توګه د قونسلي خدماتو په برخه کې.
نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي چې شته ستونزو ته هم په ګډه حل لارې ولټوي او د دې تر څنګ د نړېوال بازار په موندنه کې هم دوامداره هڅې روانې دي.
د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې دې کتنه کې صنعتکارانو د اسلامي نظام له حاکمیت، ټینګ امنیت او روانو رغنیزو فعالیتونو خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې دا مهال په هېواد کې ۳۸ صنعتي خونې او له ۶۰۰۰ زیاتې فابریکې فعالې دي، چې په مستقيم او غيري مستقيم ډول يې میلیونونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل خپلو افغان پانګوالو او صنعتکارانو د دوی د ستونزو حل ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي، چې مشکلاتو پر وخت تاسو سره اوږه پر اوږه دي.