پر روسیې د اوکرایین بریدونه؛ پوتین: د اوکرایین مسئله د سولې له لارې نه حل کیږي
اوکرایین د روسیې په څلور پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو پراخو بریدونو په وسیله د روسیې ۴۰ ستراتیژيکي جنګي الوتکې په نښه کړې دي.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې دغو بریدونو کې روسیې ته شاوخوا ۷ میلیارده ډالر زیان اوښتی.
په ورته مهال د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین دغو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، یاد بریدونه ښيي چې د اوکرایین مسئله د سولې له لارې نه شي حل کېدای
بلخوا د روسیې هوایي او ځمکنیو ځواکونو پر اوکرایین خپل بریدونه زیات کړي، چې د اوکرایین څو ستراتیژیکې سیمې او زېربناوي په نښه شوې دي.
شنونکي په دې باور دی، چې د لوېدیځ له همکارۍ پرته اوکرایین داسې بریدونه امکانه نه لري.