د کړکیچ په اوج کې د مسکو او کیف استازي دویم پړاو خبرې پیلوي
د روسیې او اوکرایین ترمنځ د جګړې له زور اخېستو سره سره دواړو خواوو استازي نن د ترکیې استانبول کې د خبرو دویم پړاو ته سره کیني.
رویټرز خبر ورکړی، چې دغو خبرو کې د اوکرایین پلاوي مشري د یاد هېواد دفاع وزیر رستم عمروف او د روسیې له لوري د کرملین سلاکار ولادیمیر میدیسنکي کوي.
دغو خبرو کې د اروپا او امریکا استازي هم ګډون لري.
رویټرز په خپل راپور کې ویلي، سره له دې چې روسیه او اوکرایین د سولې په اړه خبرې کوي، خو لا هم له یو بل سره واټن لري.
دغه خبرې وروسته له هغې پیلیږي، چې اوکرایین د روسیې خاوره کې دننه څلور پوځي اډې په نښه کړې، او د ۷ میلیارده ډالرو زیان اړولو ادعا یې کړې ده.