د فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه او د کافا سیالیو پایلوبې ته ووتله

د فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه او د کافا سیالیو پایلوبې ته ووتله سپورت
د هېواد د فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډله

د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په یوه جذابه لوبه کې تاجکستان ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او د اسیا مرکزي زون کافا سیالیو پایلوبې ته یې لار وموندله.

دغه لوبه تېره شپه د تاجکستان په کوربتوب ترسره شوه، چې د هېواد د فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډلې د ساحل په یو ګول سره وکولی شول تاجکستان ته ماتې ورکړي.

د هېواد د فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډلې د دې سیالیو د نیمه پایلوبې په لومړۍ لوبه کې وکولی شول چې د قرغزستان لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د یادلو ده، چې افغان لوبډله به د اسیا مرکزي زون سیالیو پایلوبه کې د ازبکستان پر وړاندې خپل بخت و ازمایي.

تړلي موضوعات