د بندیزونو لرې کولو او تور لېست څخه د یو شمېر چارواکو نومونو ایستلو کې د پام وړ پرمختګ شوی

د بندیزونو لرې کولو او تور لېست څخه د یو شمېر چارواکو نومونو ایستلو کې د پام وړ پرمختګ شوی افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د اسلامي امارت د اغېزناکې ډیپلوماسۍ په رڼا کې د بندیزونو د لرې کولو او له تورلېست څخه د یو شمېر افغان چارواکو د نومونو ایستلو برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

مولوي امیرخان متقي د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، تېر یوه کال کې یې د سېمې هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو ته قناعت ورکړی، چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ پرانېزي او هم په خپلو هېوادونو کې د افغان حکومت ډېپلوماټیک حضور ومني.

ښاغلي متقي ویلي، بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان ډېپلوماټانو منل د اسلامي امارت د بریالۍ پالیسۍ او سیاست ښکارندویي کوي.

نوموړي په مالیزیا، ترکیې، پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، چین، قطر او متحده عربي اماراتو له لوري د افغان ډېپلوماټانو منل د بهرنۍ پالېسې برخه کې بله لویه لاسته راوړنه یاده کړه.

نوموړي زیاته کړې، تېر کال یې د سېمې هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د مدیریت په اړه هم اقدامات ترسره کړي.

تړلي موضوعات