د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله د ارتباطي پېجرونو چاودنه کې ټپي شوی
لبنان کې تېره شپه د مخابراتي پېجرونو چاودنو کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې دغو ارتباطي پېجرونو دا ځل پلورنځیو او موټرونو کې درنې چاودنې رامنځته کړې، چې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د لبنان د رسنیو د راپور له مخې په وژل شویو کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ۱۲ساتونکي هم شامل دي.
د تېرې شپې تر چاودنو وروسته لبنان کې اضطراري حالت اعلان کړی او دا مهال ارتباطي سیسټم فلج دی.
د الجزیرې د راپور له مخې د وړمې ورځې چاودنو کې هم ۱۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴زره نور ټپیان شوي دي، چې په ټپيانو کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم دی، چې خپله سترګه یې له لاسه ورکړې او د ژور ټپ له کبله تهران ته وړل شوی دی.