کډوال باید د سیاستونو قرباني نه شي

کډوال باید د سیاستونو قرباني نه شي افغانستان
د کډوالو چارو وزیر د کابل کې د پاکستان سفیر سره کتنه کې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني ته ویلي، پاکستان دې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي او د ګاونډیتوب اصل دې په پام کې ونیسي.

د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني له پاکستان څخه د کډوالو په اړه د یوې ګډې او جامع تګلارې غوښتنه کړې، څو د کډوالو راتلونکی روښانه او په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي او کډوال د سیاستونو قرباني نه شي.

ښاغلي حقاني غوښتنه کړې، چې د ګاونډیتوب اصل ته په کتو باید کډوال په اجباري توګه ونه باسي.

بلخوا دې کتنه کې د پاکستان سفیر نظاماني ویلي، د خبرو له لارې حل کېدونکي مسایلو باندې باید ګډې ناستې وشي، څو د کډوالو ستونزو ته حل لارې پیدا شي.

نوموړي ژمنه کړې، چې یادې شوې ستونزې به له خپلې رهبرۍ سره شریکې او د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

تړلي موضوعات