د عطامحمد نور له لوري پلورل شوې ځمکې دولتي تثبیت شوې

د عطامحمد نور له لوري پلورل شوې ځمکې دولتي تثبیت شوې افغانستان
انځور ارشیف

د تېرې ادارې د بلخ والي عطامحمد نور چې د ځمکو په پراخ غصب تورن دی د نوموړي له لوري خالد بن ولید ښارګوټي کې پلورل شوې ځمکې دولتي تثبیت شوې دي.

د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې مزار شریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي ۲زره  او ۷۶۰ جریبه ځمکې اسناد او مدارک تر څېړنو وروسته دولتي تثبیت شوي دي.

دغه وزارت ویلي، د تصرف کوونکو تر اعتراض وروسته دغه موضوع  شمال زون کې د ځمکو غصب ځانګړې محکمې ته وسپارل شوه، چې د یاد ښارګوټي له ټولې ځمکې یوازې ۱۰ جریبه یې شخصي تثبیت شوې ده.

د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د دولتي ځمکو بیرته راګرځول د اسلامي امارت له اساسي موخو دی، چې د دې پروسې د لا ښه والي لپاره د هېواد په څلور زونونو کې ځانګړې محکمې هم جوړې شوې دي.

خالد بن ولید ښارګوټي چې په مزار شریف ښار کې له لویو ښارګوټو څخه دی، چې ځمکې یې د تېرې ادارې والي عطامحمدنور په وخت کې په خلکو پلورل شوې دي.

تړلي موضوعات