اسلامي امارت د مسکو فارمټ کې د ګډون بلنه ومنله

اسلامي امارت د مسکو فارمټ کې د ګډون بلنه ومنله سیاست
د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د روسیې سفیر سره کتنه کې

کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت سره اړیکې یې هېواد ته ارزښت لري او د روسیې په کوربتوب ټولو سیمه ییزو او نړېوالو ناستو کې افغان پلاوي ته د ګډون بلنه ورکوي.

روسي سفیر مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون تر څنګ په ټولو سیمه ییزو او نړېوالو ناستو کې چې د روسیې په کوربتوب جوړېږي د اسلامي امارت د استازو په ګډون ټېنګار کړی دی.

په دې لېدنه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ ناسته د روسیې تر څنګ د سیمې هېوادونو له استازو سره پر دوه اړخېزو مسایلو د خبرو اترو لپاره یو فرصت بللی.

تړلي موضوعات