افغانستان سره د اړېکو پراختیا ته کلک هوډ لري!

افغانستان سره د اړېکو پراختیا ته کلک هوډ لري! سیاست
ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ګډو بنسټیزو پروژو په اړه غونډې ته خبرې کړې

کابل سره د اړېکو پراختیا ته دا کلک هوډ د ترکمنستان مرسیتال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف ښودلی دی.

ښاغلي مردوف، چې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ یې د وروستیو ګډو بنسټیزو پروژو په اړه جوړه شوې ناسته کې خبرې کولې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ته ژمن دی.

مردوف زیاته کړې، ترکمنستان تر اوسه افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې ۱.۵ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

له بل لوري بیا د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، دې ناسته کې د اسلامي امارت شارژدافیر فضل محمد صابر هم حضور درلود، او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او ریل پټلۍ د سترو پروژو پیل یې تاریخي بللي دي.

تړلي موضوعات