د لبنان تازه چاودنو ۴۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې؛ دا چاودنې څنګه؟

د لبنان تازه چاودنو ۴۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې؛ دا چاودنې څنګه؟ نړۍ
لبنان کې تازه چاودنې

د لبنان حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې لبنان کې تېره ورځ د مخابراتي وسایلو په تازه چاودنو کې ۲۰ تنه نور وژل شوي او ۴۵۰ ټپيان شوي دي.

دا چاودنې د لبنان پر حزب الله ډلې يوه ورځ وروسته له هغو پېښو رامنځته شوې چې په کې د حزب الله ډلې د ۱۲ تنو وژل کېدو او زرګونه نورو د ټپي کېدو لامل شوې.

د الجزیرې تلوېزیون راپور ورکړی، چې په لبنان کې په پراخه کچه دغه چاودنې د مخابراتي توکو د انفجار له امله رامنځته شوې، چې ځيني چاودنې د حزب الله ډلې د وژل شويو کسانو د جنازې پر مهال واقع شوې، چې په وژل شويو کې د حزب الله ډلې د يو تن مشر زوی هم وو.

د لبنان  پوځ له خلکو وغوښتل چې په هغو سیمو کې راټول نه شي چې امنیتي پېښې په کې کیږي، څو د طبي ټیمونو لپاره لار هواره شي. د لبنان لومړی وزیر نجيب ميقاتي وویل چې د بېجر آلو د دویمې څپې انفجارات پای ته رسېدلي او نور تازه ټپيان روغتونونو ته نه دي لېږدول شوي.

د انفجار شوې آلې د بېجر سره ورته نه بلکې نورې مخابراتي آلې دي. د راپورونو له مخې، د حزب الله غړو پنځه میاشتې وړاندې ځينې مخابراتي آلې اخیستې وې، چې اسرائیلو په کې لبنان ته تر رسېدو مخکې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو او وروسته يې بيا انفجار ورکړ.

د حزب الله مشر هاشم صفي الدين ويلي، د مقاومت روحیه به هېڅکله کمزورې نه شي او زياته کړې يې ده چې د تېري له نوې مرحلې سره مخ يو خو په وينا يې غچ راتلونکی دی.

هممهاله، د لبنان بهرنيو چارو وزير عبدالله بو حبیب وویل، چې د لبنان په مختلفو سيمو کې د حزب الله ډلې په غړو د مخابراتي توکو دا چاودنې ښايي په منځني ختيځ کې پراخې جګړې او تاوتريخوالي ته لاره هواره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتیریش هم ټینګار وکړ، چې هغه ټوکي او آلې چې د ولسي وګړو لخوا کارول کېږي باید وسله ونه ګرځول شي. د حقوق بشر د نړېوال کمېسيون کمیشنر فولکر تورک هم وویل، چې باید د دغو انفجاراتو مسؤلین محاکمه شي.

دوه ورځې وړاندې لبنان د بېجر مخابراتي آلو د چاودنو له امله له سختو ناورینونو سره مخ شو، چې له امله یې د مړو او ټپیانو شمېر تر زرګونو رسېدلی.

تړلي موضوعات