سهیل شاهین د مالیزیا او جاپان استازو سره کتلي

سهیل شاهین د مالیزیا او جاپان استازو سره کتلي سیاست
سهیل شاهین د مالیزیا او جاپان استازو سره د کتنې پر مهال

قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د مالیزیا بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي سلاکار عبدالرازق او د جاپان سیساکاوالی سولې بنسټ رئیس دوکتور سونامي سره کتلي دي. 

سهیل شاهین په خپله اېکس پاڼه لېکلي، دې کتنه کې پر زده کړو، د فقر او بیوزلۍ کمولو، نړېوالې ټولنې سره پر تعامل او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي. 

دغه کتنې داسې مهال ترسره کیږي، چې له نړۍ سره ورځ تر بلې د اسلامي امارت اړېکې پیاوړې او ډپیلوماټیک حضور یې پراخېږي.

تړلي موضوعات