د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې

د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې سیاست
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال سره په کتنه کې

د ملګر ملتونو سرمنشي مرستیال جیل مشاو او کابل کې د دغه سازمان د امنیت مسئول اندریکا راټ واټ د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره کتلي. 

دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جیل مشاو ویلي، د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې او د دې سازمان د کارکوونکو امنیت خوندي شوی دی. 

مشاو افغانستان سره د مرستو پر دوام هم خبرې کړې دي. 

بلخوا دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان غړي یا بل هر مرستندویه بنسټ کارکوونکي کولی شي په ډاډمن ډول خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړي د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات