د ټيټې ملا د درد کمولو لپاره شپږ ګټورې لارې!

د ټيټې ملا د درد کمولو لپاره شپږ ګټورې لارې! روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ټيټې ملا دردونه له هغو اسبابو څخه دي چې د ډېری خلکو ژوند يې له ستونزو ډک کړی دی.

په نږدې ۹۰ سلنه مواردو کې د ملادردونه (نامعلوم) بلل کېږي، په دې معنا چې د بندونو درد او پړسوب، د نسجونو د تلف کېدو، کوم کسر، د اعصابو فشار يا کوم بل تومور په څېر پټ حالت ته يې نسبت نه شي کېدی.

د اكسپرېس له راپور سره سم د ملا د تير او هډوکو جراح کين هانسراج ويلي: «ما وليدل چې د ملا دردونه زما ناروغان څه ډول له ژونده باسي. دا ښايي د قيوداتو خورا مايوسونکی احساس وي، تر دې چې ښايي له درد پرته په بل شي کې فکر کول سخت وي، چې کړاو ورسره نور هم زياتېږي».

د حل لاره څه ده، دغه دردونه څه ډول کم کړو او د تکرار مخنيوی يې څنګه وکړو؟

- له سستۍ ډډه کول

هانسراج وايي: «په بدني کچه، د اوږدو وختونو لپاره سستي کول د ملا دردونه زياتوي، ځکه د ملاتير خشکي نيسي او کمزوری کېږي. برعکس فزيکي حرکت او تمرين کولی د ملا د ډېری ستونزو درملنه ګڼل کېږي».

هغه زياتوي: «په بستر کې د ارام او سستۍ په ځای تدريجي تمرينونه کولی د ملا دردونو د درملنې، کمونې او په راتلونکې کې يې د مخنيوي تر ټولو غوره اوږد مهاله حل لاره ده. تمرين کول د انډروفين د توليد په مټ ستاسو معنويات هم لوړوي، دا هغه کېمياوي مواد دي چې تاسو ته د خوښۍ احساس درکوي، دردونه کموي او خپګان مو له منځه وړي».

- له خوځښته نه وېرېدل

ډېری هغه کسان چې د ملا له درده کړېږي؛ له حرکته وېره لري، چې دې سره يې دغه دردونه نور هم ډېرېږي.

هانسراج وايي: «ځينې خلک د خپل حالت له لا خرابېدو وېرېږي او دغه وېره يې په ذهن کې د فزيکي فعالت په مخ کې خنډونه راولاړوي. هغوی دغه راز د فعاليت په ترسره کولو د خپلې توانايۍ اړوند زړه نازړه وي؛ چې که کوم سخت حرکت وکړي نو ملا به يې نوره هم ټپي او کړاو به يې زيات شي.

د اسټراليايي څېړونکو يوې نوې څېړنې موندلې ده، چې ادراکي حرفوي درملنې له ناروغانو سره مرسته کړې ده چې له حرکته ورپيدا وېره يې له منځه ولاړه شي او په پايله کې يې دردونه کم شي.

- بيا ځلي عقلي تمرين 

څېړنو ښودلې ده چې «د درد بيا ځلي درملنه» چې يوه رواني درملنه ده او موخه يې له ناروغانو سره دا مرسته کول دي چې د خپلو مزمنو دردونو اړوند خپل ليد بدل کړي او ومني چې دا ستر ګواښ نه دی؛ شونې ده چې د هغوی په دې پوهونه کې فعاله ونډه ولري چې له کومو اوږدمهالو دردونو چې دوی کړېږي، ښايي له هغو دماغي شبکو سره تړلي وي چې د درد له درملنې سره تړاو لري او سره له دې چې اصلي ستونزه له منځه تللې خو د دردونو له رامنځته کېدو وروسته د دې شبکو فعاليت نه دی درول شوی.

د دې فکرې مطلب دا دی چې ناروغ ځان له دې درده خوندي وبولي او د يوه ګواښ په سترګه ور ته و نه ګوري، دا داسې کېدی شي چې ناروغان د خپلو دماغو هغه شبکې متوقفې کړي چې درد زياتوي.

- پلی تګ

عادي پلی تګ ښايي د ملا تير لپاره ګټور وي.

په The Lancet مجله کې خپرې شوې يوې تجربې ښودلې چې په منځنۍ توګه په اوونۍ کې له دريو تر پنځو ځلونو د ۱۳۰ دقيقو لپاره پلي تګ د ګډونوالو د ملا درد د تکرار په کمولو کې مرسته کړې ده.

- لامبو وهل

د اوبو دننه تمرينونه بې اغېزې ثابت مقاومت رامنځته کوي او د ټول بدن او بدني عضلو پياوړتيا ښايي ملا ته د خپل استقرار په ورګرځولو کې مرسته وکړي، بې له دې چې په ملا تير باندې کوم غير ضروري زور راوړل شي.

- سګرټ پرېښودل

هانسراج وايي: «نيکوټين د ملا په تير کې موجودو ډيسکونو ته د وينې جريان قيد کوي، دغه ډيسکونه د ملا د تير د فقرو د دردونو کمولو دنده لري، چې که وينه سمه ور و نه رسي نو ښايي د ملا د تير د نورې خرابۍ لامل شي.


تړلي موضوعات