مقاومت په ښه حالت کې دی، د دښمن له لوري خپرېدونکي خبرونه د روانې جګړې برخه دي
د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر یحیی السنوار د یمن حوثي ځواکونو مشر عبدالمالک الحوثي او حزب الله لبنان ته په لېږلي لیک کې ویلي، د طوفان الاقصی عملیات د صهیونیستي اشغالګر رژيم پروژې د ځپلو لپاره په فلسطین او سیمه کې پیل شوي دي.
حزب الله رسنیز دفتر د السنورا دغه پیغام خپور کړی، چې تهران کې د اسماعیل هنیة تر شهادت وروسته د ځای ناستې په توګه د یحیی السنوار تر ټاکل کېدو یوه میاشت وروسته د لبنان حزب الله مشر حسن نصرالله، د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون او د یمن حوثي ځواکونو مشر عبدالمالک الحوثي ته استول شوی دی.
السنوار دغه لیک وروسته له هغې استولی، چې حوثي ځواکونو د غزې د مقاومت او ملاتړ په موخه د مرستندویه عملیاتو پنځم پړاو اعلان کړ.
دې لیک کې عبدالمالک ته ویل شوي، «د صهیونیستي رژیم منځ ته ستاسو د راکټونو د رسېدلو مبارکي وایم، هغه راکټونه چې د اسرائیلو دفاعي ځواک او اعتراضي سیسټمونه یې وننګول.»
ښاغلي سنوار ټینګار کړی، چې دا عملیات به د طوفان الاقصی معرکې ځلا لا نوره روښانه او د تل ابیب په زړه کې به یې اغېزه بیرته رابرسېره کړي.
سنوار ویلي، «دې عملیاتو دښمن ته قوي پیغام ولېږه، چې د مهارولو او خنثی کولو پلانونه ناکام شوي، د ملاتړو جبهو اغېز د جګړې په دګر کې قوي او اغېزمن لوري ته روان دی.»
نوموړي زیاته کړې، له یمن، لبنان او عراق سره یې ګډې هڅې به د دښمن د ماتې او د اشغالي فلسطین څخه د وتلو لامل شي.
سنوار د غزې وضعیت په اړه ویلي، فلسطیني خلک له نسل وژنې، محاصرې او قحطۍ سره مخ دي چې د امت ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړي له نږدې یو کلنې دوامداره جګړې وروسته د جهادي مقاومت وضعیت ښه بللی په خبره یې، هغه خبرونه، دښمن یې خپروې د رواني جګړې برخه دي.
هغه ټینګار کړی چې مقاومت د اوږد مهاله او سختې جګړې لپاره چمتو دی او د دښمن سیاسي اراده به هم داسې ماته کړي، لکه څنګه چې یې د هغوی نظامي اراده ماته کړې.