ډونالډ ټرمپ له یو بل وسله وال برید هم روغ وتلی

ډونالډ ټرمپ له یو بل وسله وال برید هم روغ وتلی نړۍ
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ

رویټرز خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د ګلف لوبې پر مهال له یوه وسله وال برید روغ وتلی دی.

د رویټرز د خبر له مخې پر ټرمپ دغه برید د یوه وسله وال له لوري شوی، چې وروسته د برید له ځایه تښتېدلی.

د امریکا پولیسو مقاماتو ویلي ، بریدګر د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

پر ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې هم د یوې کمپانې غونډې پرمهال وسله وال برید وشو، چې نوموړی په غوږ ولګېد او ټپي شو.

تړلي موضوعات