د مالي هېواد پر پلازمېنې لوی برید؛ ۱۰۰ وژل شوي او ۲۵۵ ټپیان دي!

د مالي هېواد پر پلازمېنې لوی برید؛ ۱۰۰ وژل شوي او ۲۵۵ ټپیان دي! نړۍ

فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د نصرت الاسلام و المسلمین ځواکونو د مالي هېواد پلازمېنه کې د پولیسو پر اکاډمۍ او هوايي ډګر برید کړی دی، چې ۱۰۰ تنه پکې وژل شوي او ۲۵۵ ټپیان دي.

د مالي حکومت تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د دې هېواد یوې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې تېره ورځ د پولیسو اکاډمۍ د شاوخوا ۵۰ تنو سرتېرو جنازې مراسم ترسره شوي دي.

بلخوا رویټرز د امنیتي سرچینو له قوله د ټپیانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي، چې دې بریدونو کې سلګونه کسان ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې برید کوونکو په هوايي ډګر کې د مالي د ولسمشر شخصي الوتکې ته هم اور ورته کړی دی.

تړلي موضوعات