تازه ۴۲ د سوري زړه ناروغ ماشومان روغتونونو ته ور پېژندل شوي

تازه ۴۲ د سوري زړه ناروغ ماشومان روغتونونو ته ور پېژندل شوي افغانستان

د افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی، چې تېره ورځ یې ۴۲ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۶ کورنیو روغتونونو ته د درملنې او عملیاتو په موخه ور پېژندلي دي.

یادې سرچینې ویلي، چې ددې ناروغانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي مرسته ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ګڼ په سوري زړه اخته ناروغ ماشومان هېواد کې داخل او بهرنیو هېوادونو روغتونونو ته د درملنې او عملیاتو په موخه ورپېژندلي دي، چې هېوادوالو یې هرکلی کړی.

تړلي موضوعات