د اختلافي او نزاع پاروونکو بحثونو کوونکو ته د ا.ا.ا جدي خبرداری!

د اختلافي او نزاع پاروونکو بحثونو کوونکو ته د ا.ا.ا جدي خبرداری! اسلام او کلتور

د افغانستان اسلامي امارت اختلافي او نزاع پاروونکو بحثونو او مناظرو کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له دې کړنو لاس واخلي او په دې اړه خپرې شوې نقطې په کلکه رعایت کړي.

د افغانستان ریاست الوزراء مقام په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې اسلامي امارت مکلف دی چې ټولنه له ټولو هغو کړنو، خبرو، حرکاتو او عاداتو څخه وساتي چې په ولس کې نزاع، تفرق، تفریق او بې ثباتۍ ته لاره هواروي.

دې اعلامیه کې پر علماوو چې ټولنیزو رسنیو کې اختلافي موضوعات راپورته کوي غږ شوی، چې دا علماء دې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه له دې امله خلک لار ورکي او په ټولنه کې اختلافات او تشویشونه پیدا کیږي چې د فتنې راپورته کېدا سبب ګرځي.

د ریاست الوزراء مقام علماء کرامو ته ویلي، چې د هغه نادرو موضوعاتو، قضایاوو او د علماوو د تفرداتو بیانولو څخه ډده وکړي کوم چې د بعضو خلکو لپاره د فتنې سبب ګرځي او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وي.

اعلامیه کې راغلي، چې ځینې عجیب او غریب مسائل چې فقهې کتابونو یافني کتابونو راوړي، یا مجتهدینو د فقه الافتراضي له مخې استخراج کړي او وقوع یې عامه نه وي، د دین له ضروریاتو هم نه وي، په عامه ممبرونو او مجالسو کې دې نه بیانیږي، ځکه له داسې مسائلو څخه د دین دښمنان تمسخر جوړوي، د دین او علم اهانت ورسره کیږي.

د ریاست الوزراء مقام همدارنګه علماوو ته ویلي، چې علماء کرام دې هڅه وکړي چې په عامو سټېجونو او رسنیو کې یوازې هغه مسائل بیان کړي چې د خلکو د آخرت او دنیا ګټه او سعادت ورسره تړلی وي، اتفاق او اتحاد ور باندي ټینګیږي د غیر ضروري عجائبو او غرائبو پر ځای دې دیني عقائد، دیني احکام، اسلامي اخلاق، د ورځنیو جاري معاملاتو په اړه دیني مسائل او د اسلام له پراخې علمي ذخیرې څخه دې هغه څه خلکو ته بیان کړي چې هغوی ورته اړتیا لري.

اعلامیه کې واعظین او استادان متوجه شوي، چې د خاصو درسي او تصوفي حلقو هغه موضوعات او درسونه چې تخصصي، پېچلې او تفصیلي بڼه ولري، د عامولو او په رسنیو کې د نشرولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسي مجالس ځانګړي وي، مخاطبین، تشریح او موضوعات یې خاص وي.

د ریاست الوزراء مقام پر هېوادوالو او د مدرسو پر مهتممینو غږ کړی، هغه علماء چې اختلافاتو ته لمن وهي، خرافاتو ته وده ورکوي، خلک په شک او فتنه کې اچوي؛ په خپلو دستاربندیو، مناسبتونو، او جلسو کې د ګډون او تقریر دعوت مه ورکوئ او مه ورته د فعالیت زمینه برابروئ.

د یادونې وړ ده، چې دې ډاګیزه اعلامیه کې اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې هیچا ته د اختلاف پیدا کولو، تفرقه اچولو، نزاع او فتنو جوړولو اجازه نه ورکوي او د مخنیوي په اړه یې جدي اقدامات کوي.

تړلي موضوعات