د کابل – کندهار لویې لارې ترافیکي پېښه کې څلور تنو ژوند بایللی
د میدان وردګ ولایت مقام رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د کابل – کندهار په لویه لار د میدان وردګ ولایت دشت ټوپ سیمې ترافیکي پېښه کې څلور تنو ژوند بایللی او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي.
دې دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغې پېښي په قربانیانو کې څلور ښځې هم شاملې دي، چې یوه یې مړه او درې نورې ټپیانې شوې دي.
دغه پېښه تېره شپه ناوخته د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او پلانکوچ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، د دې پېښي ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.
د یادونې ده، چې د کابل – کندهار لویې لارې له بیارغونې وروسته ترافیکي پېښي هم زیاتې شوې، چې چارواکي یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول اصلي لاملونه په ګوته کوي.