م.م کې د چین استازی: امنیت شورا دې د اسلامي امارت په لوړو چارواکو د سفر بندیزونه لغوه کړي
ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونګ د یاد سازمان امنیت شورا له غړو غوښتي چې اسلامي امارت سره د لا زیات تعامل لپاره دې د هغوی په لوړ پوړو چارواکو د سفرونو بندیزونه لغوه کړي.
د چین استازي خپلو خبرو کې د افغانستان اوسني حکومت سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی.
نوموړي د اسلامي امارت ډیپلوماټیک پرمختګ ته په اشارې ویلي، تېر کال څو هېوادونو له افغان حکومت سره خبرې اترې او همکاري کړې.
فوکونګ امریکا او اروپا ته چې د افغانستان اقتصادي ستونزو لامل شوي ګوتڅنډنه کړې چې د سیاسي ملاحظاتو پرته دې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام وکړي.
چین داسې مهال د افغانستان اوسني حکومت سره په تعامل ټینګار کړی چې د اسلامي امارت د هڅو پر دوام د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه عمان هېواد ته په سفر تللی دی.