د افغانستان اسلامي امارت: م.م دې د لویو هېوادونو د سیاستونو تر سیوري او تاثیر لاندې پرېکړي نه کوي

د افغانستان اسلامي امارت: م.م دې د لویو هېوادونو د سیاستونو تر سیوري او تاثیر لاندې پرېکړي نه کوي سیاست
د افغانستان اسلامي امارت

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناستې په غبرګون کې ویلي، افغانستان خپله ټوله هڅه کړې، چې له نړېوالې ټولنې سره په تعامل کې ژوند وکړي.

ملا حمدالله فطرت ویلي، دا مهمه ده او هغه ټول حقونه چې افغانستان یې په نړېواله ټولنه او ملګرو ملتونو کې لري تر برخمن شي.

ښاغلي فطرت ځینو مغرضو هېوادونو ته په اشارې ویلي، ځیني هېوادونه دې برخه کې خنډونه جوړوي، چې داد ملګرو ملتونو په جرئت او سالمو پرېکړو پورې اړه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید د لویو هېوادونو د سیاستونو تر تاثیر لاندې رانه شي او بې پرې پرېکړي دي وکړي، چې په همدې ډول افغانستان کولی شي نړېواله ټولنه کې خپل ځای ومومي او په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ ترلاسه کړي.

حمدالله فطرت زیاته کړې، که د ملګرو ملتونو پرېکړې د هغو هېوادونو تر تاثیر لاندې وي چې د افغانستان په جګړو کې ښکېل پاتې شوي او نه غواړي افغانستان او نړېوالي ټولنې تر منځ تعامل ته لاره هواره شي ستونزه د دوی ده او افغانستان دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړی دی.

تېره ورځ ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه ناسته کړې، چې د دې سازمان دوو مهمو غړو روسیې او چین له افغانستان سره په تعامل او رغنده اړیکو ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات