سوریه کې مخالفو کردي ځواکونو د سوریې نوي حکومت سره یوځای کېدو ته غاړه کېښوده

سوریه کې مخالفو کردي ځواکونو د سوریې نوي حکومت سره یوځای کېدو ته غاړه کېښوده نړۍ

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سوریې دولت اوسني مشر احمد الشرع د کردانو په مشرۍ د SDF ځواکونو قومندان مظلوم عبدي سره یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د اس ډي اېف تر کنټرول لاندې ادارې د سوریې دولتي ادارو سره مدغم شي.

اژانس وايي، د کردانو په مشرۍ او د امریکا په ملاتړ د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه چې د سوریې شمال ختیځه برخه کې د تېلو بډایه برخې کنټرولوي پرون دوشنبه یې له اوسني حکومت یو تړون لاسلیک کړی دی.

یاده سرچینه وایي، په دغه تړون کې راغلي چې د سوریې د شمال ختیځ ټول ملکي او نظامي بنسټونه، سرحدي بندرونه او نفتي زېرمې به د سوریې دولت ته وسپارل شي او دولت باید ټول ډیموکراتیک ځواکونه د دې هېواد په ملکي او نظامي ادارو کې شامل کړي.

په دې توافق کې د اسد رژیم د پاتې شونو پر ضد د سوریې د دولت پر ملاتړ، د تجزیې، کرکې خپرولو او هر ډول فتنې پر ضد د ټینګار ترڅنګ، د اوربند پر ټینګېدو، د بې‌ځایه شویو بیرته ستنېدو او د دولت له لوري د هغوی د امنیت په تضمین موافقه شوې.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه چې د قسد یا SDF په نوم یادیږي په سوریه کې یو نظامي ایتلاف دی چې تر ډېره د کُردي جنګیالیو له خوا رهبري کیږي.

د یادونې ده، چې د نړېوالو چارو کارپوهان دا تړون د سوریې نوي دولت او سوریې هېواد لپاره ډېر ارزښتمن بولي او زیاتوي، چې دې سره به ټوله سوریه د یوه مرکزي او پیاوړي نظام تر چتر لاندې راشي.

تړلي موضوعات