افغانستان کې د کانونو برخه کې معیاري لابراتوار جوړولو ته چمتو یوو

افغانستان کې د کانونو برخه کې معیاري لابراتوار جوړولو ته چمتو یوو افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د اذربایجان او قرغزستان د کانونو وزارتونو پخوانیو مرستیالانو ارزشکوروف او الماس بیک تومانوف د افغانستان کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري سره کتلي دي.

دې کتنه کې د دواړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب ګڼلي دي.

د دواړو هېوادونو راغلو استازو د افغانستان د کانونو او په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو برخه کې د پانګونې ترڅنګ د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې.

دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، د کانونو برخه کې د بهرنیو پانګوالو د جلبولو برخه کې زیات کار کوي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

نوموړي د کانونو قوانینو سره سم د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده، تېرو درېیو کلونو کې هېواد کې د کانونو استخراج پروسه معیاري او قانوني شوې، چې کارپوهان یې یو لامل د کانونو سکټور کې د بهرنیو پانګوالو جلب او د هغوی له تجریو استفاده په ګوته کوي.

تړلي موضوعات