کابل او اسلام اباد د مشترکاتو په پام کې نیولو سره کولی شي اړیکي پياوړې کړي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب سره کتنه کې ویلي، افغانستان او پاکستان ګڼ ګډ مشترکات لري او دواړه هېوادونه کولی شي دغو مشترکاتو په کتو خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ ته ژمن دی او پاکستان کې یې د افغانستان له سفارت او قونسلګریو غوښتي، چې د کډوالو ستونزو د حل برخه کې زیاتې هڅې وکړي.
په ورته مهال اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ویلي، اسلام اباد او قونسلګریو کې افغان ډیپلوماټان د پاکستان نورو ښارونو کې په خپل ټول توان سره هڅه کوي د افغان کډوالو ستونزې ته رسېدنه وکړي.
اداري مرستیال داسې مهال اسلام اباد سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی، چې شاوخو شل ورځې کیږي پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.