تورخم دروازه ښايي د باروړوونکو موټرو پر مخ خلاصه شي

تورخم دروازه ښايي د باروړوونکو موټرو پر مخ خلاصه شي افغانستان
د تورخم دروازه لا هم تړلې

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد حریت راډیو ته ویلي، د تورخم دوازې د خلاصون په اړه د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ابتدایي خبرې شوي او ښایي دغه دروازه د ټرانزیټي موټرو پر مخ خلاصه شي.

ښاغلي ساجد ویلي، سوداګرو د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته تر لوی اختر پورې د اوربند وړاندیز هم ورکړی دی.

د تورخم دروازه د روانې میاشتې په د ریمه نېټه د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

پاکستان د دروازې د تړل کېدو لامل هم د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دې غاړي ته د پوځي تاسیساتو جوړل یاد کړي دي.

د یادونې ده، چې تېرو شل ورځو کې پاکستان په وار وار په افغان ځواکونو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوي دي.

تړلي موضوعات