افغانستان سره په همکارۍ او د ا.ا چارواکو سره د رغنده خبرو پر دوام ټینګار شوی

افغانستان سره په همکارۍ او د ا.ا چارواکو سره د رغنده خبرو پر دوام ټینګار شوی افغانستان
د اسلامي همکاریو سازمان

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا څانګې له رئیس او کابل کې د یاد هېواد مخکیني سفیر جیهاد ارګینای سره د مارچ په نهمه د دغه سازمان په عمومي سکرتریت کې کتلي دي.

یاد سازمان زیاته کړې، دواړو خواوو د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري همکاریو او په دې برخه د شته ستونزو په حل خبرې وکړې.

سرچینه وايي، غونډه کې د افغانانو ملاتړ او د اسلامي امارت چارواکو سره د رغنده خبرو اترو پر دوام ټینګار وشو.

یاده دې وي، چې ښاغلی بخیت د روان کال د جنوري میاشت کې د اسلامي امارت له یو شمېر وزیرانو او چارواکو سره په کابل کې ولیدل او د امربالمعروف او نهې عن المنکر او یو شمېر وزارتونو کړنې یې وستایلې او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تړلي موضوعات