م.م کې د روسیې دایمي استازی: افغانستان یو کلیدي ځای دی او له همکارۍ پرته بل بدیل نشته
ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي، افغانستان یو کلیدي ځای دی او له همکارۍ پرته بل بدیل نشته.
د نوموړي دغه خبرې نن سه شنبه ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازولۍ په وېب پاڼه خپرې شوې دي.
امنیت شورا کې نوموړي ویلي، افغانستان کې د سولې بهیر هغه وخت ټېنګښت موندلی شي چې اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو او همکارۍ په مهال له نرمښت کار واخېستل شي په خبره یې، دې برخه کې باید د نورو لید پر افغانانو تحمیل نه شي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې اوسني حکومت اقتصادي وړتیا لپاره لارې لټولې او دې برخه کې مرستو ته اړتیا ده.
نبنزیا ویلي، داعشي خوارج د نورو هېوادونو په ملاتړ افغان خاورې ته داخلیږي او ترهګریز بریدونه کوي چې د ماشومانو او مېرمنو ژوند ګواښي او دا د سیمې هېوادونو لپاره هم ننګونه ده.
هغه له افغانستان سره پر دوامداره ملاتړ ټېنګار کړی او ویلي یې دي، د افغانستان خلک تر بل هر وخت زموږ دوامداره ملاتړ ته ډېره اړتیا لري او خواشیني یې ښودلې چې یو شمېر د لویدیځ مرستندویان په دغه برخه کې د هڅو مخنیوی کوي.
د نوموړي په خبره، نړیوال دې د نورو ادرسونو پر ځای د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي په خبره یې، دا کړنه د افغانستان او نړیوالو هېوادونو تر منځ د بیا یو ځای کېدو لاره ده.
روسي استازي ویلي، موږ افغانستان کې د یوناما ماموریت د نوې کېدو ملاتړ کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون دوشنبه ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه غونډه پیل کړه.