اوکرایین امریکا ته روسیې سره د اوربند پلان وړاندې کوي
نړېوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي سعودي عربستان کې امریکا ته له روسیې سره د اوربند پلان سپاري.
فرانس پرېس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، زیلنسکي دغه پلان په دې هیله امریکا ته سپاري چې هغوی به یې ملاتړ کوي.
د اوکرایین ولسمشر دغه پلان چې لا یې جزیات نه دې په ډاګه شوي داسې مهال امریکا ته سپاري، چې نوموړی سعودي عربستان ته رسېدلی او له لوړ پوړو سعودي چارواکو سره لیدنې کتنې هم کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي، د اوکراییني چارواکو سره به یې لیده کاته مثبت وي.
زیلنسکي وروسته له هغې امریکا ته له روسیې سره د اوربند پلان سپاري، چې نوموړي امریکا ته د سفر پر مهال له ټرمپ سره لیدنه په لفظي شخړې واوښته او امریکا په اوکرایین هر ډول پوځي مرستې ودرولې.
خو تر دې لېدنې وروسته زیلنسکي ویلي، چمتو دی چې امریکا سره رغنده خبرې وکړي.