افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه اته کیلومټره پای ته رسېدلي

   افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه اته کیلومټره پای ته رسېدلي بیارغونه او پراختیا
د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه

د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولین وایي، د ټاپي پروژې پر وړاندې هیڅ ډول خنډونه نشته او د افغانستان خاوره کې د دغې پروژې کارونه ۸ کیلومټره بشپړ شوي دي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغانستان ته د ټاپي پروژې ۱۰.۲ کیلومټره پایپ لاین انتقال شوی او د ۹.۲ کیلومټره نور پایپ لاین د نصب لپاره ځکمه برابره شوې ده.

نوموړ زیاته کړې راتلونکي کال کې د هوا او شرایطو ښه کېدو سره به د دې پروژې چارې چټکي شي.

د ټاپي سترې پروژې چارې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د افغانستان په خاوره کې پیل شوې چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالوي او افغانستان به په کلني ډول ۴۰۰میلیونه ډالر د ټرانزیټ حق او ډېره اندازه ګاز ترې ترلاسه کوي.

تړلي موضوعات