کرمان کې د تېرې ورځې چاودنو مرګ ژوبله تر ۳۰۰تنو واوښته

کرمان کې د تېرې ورځې چاودنو مرګ ژوبله تر ۳۰۰تنو واوښته سیمه
کرمان کې د تېرې ورځې چاودنو مرګ ژوبله تر ۳۰۰تنو واوښته

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران کرمان ښار ګلزار سیمې ورودي دروازه کې د تېرې ورځې په غبرګو چاودنو کې ۱۰۳ تنو ژوند بایللی او تر ۲۱۳تنه نور ټپیا شوي دي.

د ایران رسنیو د دې هېواد د روغتیا وزارت ویاند له قوله ویلي، د ډېریو ټپیانو د نازک حالت له کبله ښایي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران کرمان ښار کې د قاسم سلیماني زیارت ته څېرمه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې دوه غبرګې چاودنې وشوې، هغه مهال ایراني چارواکو وویل، چې چاودنې په بکسونو کې د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې دي.

که څه هم تر اوسه د دې چاودنو مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د ایران نظامي چارواکو بیا په دې چاودنو کې امریکا او اسرائيل په لاس لرلو تورن کړي دي.

په همدې حال کې ایراني چارواکو په کرمان ښار کې درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی.

تړلي موضوعات