د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه شوی سیمه
د افغانستان لپاره د پاکستان مخکنی ځانګړی استاز اصف درانی

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د حکومت د یوې رسمي اعلامیې په حواله ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستاني حکومت ځانګړی استازی اصف درانی پنځه ورځې وړاندې له خپلې دندې لرې شوی دی. 

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي د ګوښه کولو د هدف په اړه نور څه نه دي ویلي. 

ایکسپریس ټریبیون زیاته کړې، چې ممکنه ده درانی د خپلې دندې پر مهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې د پاتې راتللو له امله له دندې ګوښه شوی وي. 

د یادونې ده، چې اصف دراني وخت ناوخت د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان، افغانانو او اسلامي امارت پر ضد څرګندونې کولې، چې اسلامي امارت او افغانانو ته ورته کلک غبرګونونه ښودل.

تړلي موضوعات