بلوڅ بېلتون غوښتوونکو د ۱۴ پولیسو په ګډون تر ۷۰ زیات کسان وژلي دي
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د پاکستان بلوچستان کې د بلوڅانو په درېیو جلا جلا بریدونو کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوی دي.
د رویټرز د خبر له مخې بلوڅان چې له پاکستان څخه د بلوچستان د جلا کېدو غوښتونکي دي د پولیسو په پوستو، اوسپنې لارې او یو مسافر وړونکي بس په جلا جلا بریدونو کې د ۱۴پولیسو په ګډون تر ۷۰ زیات کسان وژلي دي.
بلخوا د چین بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې د پاکستان تر څنګ ولاړ دي.
بلوچستان د مساحت او کانونو له مخې د پاکستان تر ټولو پراخه او بډایه ایالت دی خو سیاست کې یې ونډه په نشت حساب ده او پر ذخایرو یې پنجابیان اسوده دي.