پاکستان او چین ته د بلوڅ بېلتون غوښتونکو تازه ګواښونه

پاکستان او چین ته د بلوڅ بېلتون غوښتونکو تازه ګواښونه سیمه
بلوچستان کې د بلوڅانو په بریدونو کې اوښتي زیانونه

د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ ویلي، ګوادر او نورې سیمې په بلوچستان پورې اړه لري چینایان او پاکستانیان دې ترې په بېړه ووځي. 

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکې یوه ویډیو چې مخ پټي وسله وال په کې ځانونه د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي غورځنګ ته منسبوب وي وايي، پاکستان او چین ته مو ښکاره پیغام دادی چې په بېړه دې له بلوچستان ووځي. 

د وسله والو سرګروپ وايي، دا پیغام د دوی د مشر جنرال اسلم بلوڅ له لوري هم ورکړل شوی دی. 

په دغه لنډ ویډیویي کلیپ کې بلوڅ مبارزینو ویلي، ګوادر او بحر د دوی خاوره ده او دا یې دنده ده چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي. 

بلوڅ بېلتون غوښتونکو دغه ګواښ وروسته له هغې کړی، چې وړمه ورځ یې بلوچستان کې د پاکستاني حکومت پر ضد په پراخو بریدنو لاس پورې کړی، چې چین دغه بریدونه وغندل او د پاکستان حکومت څخه یې ملاتړ څرګند کړ. 

بلوچستان چې د کانونو له مخې د پاکستان تر ټولو پراخه او بډایه ایالت دی خو سیاست کې یې ونډه په نشت حساب ده او پر ذخایرو یې پنجابیان اسوده دي.

تړلي موضوعات