خیبرپښتونخوا کې ۸ پوځیان وژل شوي او ۷ پولیس تښتول شوي

خیبرپښتونخوا کې ۸ پوځیان وژل شوي او ۷ پولیس تښتول شوي سیمه
انځور ارشیف

تېره ورځ خیبرپښتونخوا کې په دوو جلا بريدونو کې ۸ تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۷ پوليس تښتول شوي دي.

 

د ار ټي له راپور سره سم پاکستاني طالبانو د يوه بريد مسؤلیت په غاړه اخيستی دی.


سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د يوه پاکستاني استخباراتي افسر له خولې ويلي چې لومړی بريد تېر ماښام د خيبر پښتونخوا په تېراه سيمه کې د پوځيانو په يوه پوسته شوی چې له امله يې ۸ تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. 


هغه ويلي چې د دواړو لوريو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره نښته روانه وه.

 

پاکستاني طالبانو په يوه خبرپاڼه کې د دې بريد مسؤليت منلی دی او ويلي يې دي، چې دا بريد يې د هغه بريد په ځواب کې کړی، چې پوځ په کې د دوی يو جنګيالی په نښه کړی و.

 

بل پلو یادې رسنۍ د پوليسو د يوه افسر له خولې ليکلي، چې «په يوه جلا بريد کې اووه تنه پاکستاني پوليس تښتول شوي او نامعلوم لوري ته وړل شوي دي».

 

هغه زياته کړې ده، چې «وسله والو د خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کې د پوليسو يوه پوسته کلابند کړې وه او د پوليسو وسله يې هم له ځان سره وړې ده».

 

د دې بريد مسووليت تر دې دمه هيڅ لوري نه دی منلی.

 

د یادونې ده، چې وروستیو کې پاکستان کې پر پوځ او پولیسو بریدونه ډېر شوي، چې درنې مرګ ژوبلې تر څنګ یې نظامي لیکو کې وارخطايي او ډار خپور کړی.

تړلي موضوعات