د چین یوه ښوونځي دننه د چړې برید کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړېوالو رسنیو ویلي، د چین ختیځ په یو مسلکي ښوونځي کې د چړې برید پایله کې ۸ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
سي اېن اېن ټلوېزیون د راپور له مخې، دا برید تېر ماښام د «ووشي» ښار اړوند د هنرونو او ټکنالوژۍ په مسلکي انسټیټيوټ کې شوې.
پولیسو اسوشټیډ پریس اژانس ته ویلي، برید ګر د همدې انسټیټیوټ یو پخوانی ۲۱ کلن زده کوونکی و چې د فراغت په وروستۍ ازموینه کې ناکام شوی و.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د چین جنوبي ښار ژوهای کې یو موټر د لوبو یو مرکز کې پر راټولو خلکو وخيژول شو چې ۳۵ کسان په کې ووژل شول او ۴۳ نور یې ټپیان کړل.