د ایران د بشري حقونو سازمان: تازه ایران کې دوه افغانان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان: تازه ایران کې دوه افغانان اعدام شوي سیمه
ایران کې دوه افغانان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران په تبریز ښار کې د دوه تنو افغان وګړو د اعدام په اړه راپور خپور کړی دی. 

دغه سازمان ویلي چې دې وروستیو کې ایران کې څلور کسان اعدام شوي چې دوه یې د محب الله او مشرف افغان په نومونو افغانان او دوه نور یې د عراق او ایران اوسېدونکي دي. 

ایران کې دا افغانان په داسې مهال اعدامیږي، چې اسلامي امارت په ځلونو له دغه هېواده غوښتي چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د درلو ترڅنګ د ایراني پولیسو له لوري له افغانانو سره هر ډول ناوړه چلند په کلکو ټکو غندلی. 

د چارو شنونکي له ایران څخه د دا ډول سزاګانو په عملي کېدو کې د احتیاط غوښتنه کوي، چې په وینا یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو به منفي اغېز وکړي. 

په ورته مهال په ایران کې د افغانانو اعدامول د بشري حقونو د نړېوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی، چې د بښنې نړیوال سازمان تل په ایران کې د بشري حقونو پر وضعیت نیوکې کړې دي.

تړلي موضوعات