بازار موندنه؛ د ترکیې نړېوال نندارتون کې افغانۍ غالۍ نندارې ته اېښودل شوې
د افغانستان غالیو پلورونکو اتحادیې مسؤلینو خبر ورکړی، چې د ترکیې استانبول ښار کې د غالیو نړېوال نندارتون کې افغانۍ غالۍ هم نندارې ته وړاندې شوې دي.
د دغې اتحایي مسؤلینو ویلي، دې نندارتون کې د ۱۹ هېوادونو ماشیني او لاسي غالۍ راوړل شوې، چې له افغانستان څخه هم ۸ شرکتونو افغانۍ غالۍ نندارې ته ايښې دي.
د یادې اتحادیې مسؤلینو حریت راډیو ته وویل، دغه نندارتون چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوی نندارتون دی څلور ورځې به دوام وکړي، چې موخه یې بازار موندنه او افغان سوداګرو لپاره له اروپايي بازارونو سره د اړیکو ټېنګول دي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د سوداګرۍ سکتور ته هم لومړیتوب ورکړی او په تېرو درېیو کلونو کې یې د ملي او نړېوالو نندارتونونو په جوړولو سره هڅه کړې داخلي تولیداتو ته نړېوال بازارونه پیدا کړي.