د ډالرو قاچاق لا جدي مخنیوي په موخه د ریاست الوزراء تازه حکم

د ډالرو قاچاق لا جدي مخنیوي په موخه د ریاست الوزراء تازه حکم سوداګرۍ او اقتصاد

د افغانستان ریاست الوزراء عالي مقام تازه د افغانۍ کارولو او د اسعارو، سرو زرو، او قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي په اړه حکم خپور کړی.

دې تازه حکم کې راغلي، هیڅوک نشي کولای چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ زیات او د ځمکنیو سرحدونو له لارې له ۵۰۰ زیات ډالر په نغدي ډول انتقال کړي.

ریاست الوزراء عالي مقام ویلي، که څوک له دې اندازې څخه زیات ډالر انتقالوي، د سرغړونې په صورت کې به د انتقال شوې اندازې مطابق جزا ورکول کېږي، چې له لسو ورځو څخه نیولې تر یو کال بند پورې رسېږي.

دې تازه حکم کې راغلي، هغه اسعار او سره زر چې د سرغړونکو څخه نیول کېږي، د ریاست الوزراء تر لزوم دید پورې به د افغانستان بانک ته سپارل کېږي.
همداراز د دې حکم له مخې هېواد ته د سیمې د نورو هېوادونو اسعار راوړل منع دي او د دې حکم د عملي کېدو مسؤلیت د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته سپارل شوی دی.

د یادونې ده، چې دا اقدام د هېواد د اقتصادي ثبات، د افغانۍ ارزښت ساتلو او د غیري قانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تړلي موضوعات