امریکا اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات ورکوي

امریکا اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات ورکوي نړۍ
د امریکا ولسمشر د اسرائیلو لومړي وزیر سره

په داسې حال کې چې ظاهراً  کانګرېس غزه کې د اوربند ساتلو لپاره هڅه کوي، د ټرمپ ادارې ترې غوښتنه کړې چې اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو او نورو نظامي تجهیزاتو لېږد تصویب کړي.

وال ستریټ ژورنال د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، په دغه جوپه کې ۴۷۰۰ بمونه چې هر یو نیم ټن وزن لري چې ارزښت یې ۷۰۰ میلیونه ډالره، او پاتې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت زغروال بلډوزر دي، چې د لېږد له تصویب وروسته به ورکړل شي.

 دغه وړاندیز داسې مهال شوی، چې نتانیاهو واشنګټن ته سفر کړی او ټاکل شوې نن سه شنبه له ټرمپ سره غزه کې د اوربند او منځني ختیځ کې د شته کړکېچ په تړاو خبرې وکړي.

سرچینې ویلي، د اسرائیلو له لوري په رفح ښار کې په ملکي وګړو له پرلپسې بریدونو وروسته په اسرائیلو د بایډن له لوري د شاوخوا ۱ ټن بار بمونو د لېږد بهیر وځنډېد، خو ټرمپ دغه ځنډېدلی بهیر بیا پیل کړ.

 ټرمپ هغه مهال ویلي و، چې اسرائیل دغو ځنډېدلي بمونو ته له وختونو انتظار کړی دی او د لېږد لپاره یې اوس چمتوالی لري.

تر دې وړاندې په راپورونو کې ویل شوي و، چې امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې اصلي مربي دي او تل ابیب نشي نه شي کولی د واشنګټن  له ملاتړ پرته جګړه وکړي.

تړلي موضوعات