نوې ټولپوښتنه: غزه کې د اشغالګر رژیم مقاومت د پام وړ کمزوری شوی

نوې ټولپوښتنه: غزه کې د اشغالګر رژیم مقاومت د پام وړ کمزوری شوی نړۍ
انځور ارشیف

د معاریف په نوم بنسټ له لوري غزه کې د یوې ټولپوښتنې ارقامو په نشرولو سره ویلي، د غزې په شاوخوا ښارونو کې ۷۰ سلنه اوسېدونکي په دې باور دي، چې د غزې پر وړاندې د اسرائیلو مقاومت خورا کمزوری شوی.

د ټولپوښتنې ۷۸ سلنه پوښتونکو ویلي، په ټوله سیمه کې د امنیت احساس نه کوي ۹۱ سلنه بیا باوري دي، چې د ګواښ لرې کولو لپاره هیڅ امنیتي پالیسي شتون نلري.

بل‌خوا بیا ۶۳ سلنه پوښتونکو د برمته شویو کسانو بېرته ستنېدل د امنیت په برخه کې اړین عنصر ګڼلی دی.

دغه ټولپوښتنه داسې مهال نشریږي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۸۰ تنه شهیدان او ۳۰۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلي یرغل له پیله ۵۷زره ۴۱۸تنه شهیدان او ۱۳۶زره ۲۶۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات