د نیمروز ورېښمو پل له لارې ۶۵زره افغانان هېواد ته راستانه شوي
د نیمروز ولایت مقام ویلي، د یاد ولایت ورېښمو پل له لارې د تېرې یوې اونۍ راهیسي ۶۵زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.
د نمروز والي ویاند رحیم الله ساجد ویلي، په دوامداره توګه د کډوالو راستنېدنې له پروسې څارنه کوي او ولایتي مسئولینو ته دنده سپارل شوې څو ورته اړین خوراکي توکي برابر کړي.
ساجد ویلي، نیمروز کې د راستنېدونکو افغانانو لپاره مجهز روغتیایي کلینیک هم فعال دی.
دا په داسې حال کې ده، تېرو ۱۲ ورځو کې د هرات ولایت اسلام کلا بندر له لارې هم ۳۰۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.