د هېواد ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد ۱۷ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، برېښنا او تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د هوا پېژندې ادارې د خبر له مخې یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، بامیان، میدان وردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي.
یادې ادارې د باران انداره په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۵ ملي مترو او بادونو چټکتیا بیا له ۵۰ تر ۹۵ کیلومټره په ساعت اټکل ورکړی دی.