ننگرهار لعلپورې ولسوالۍ کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

ننگرهار لعلپورې ولسوالۍ کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي افغانستان
ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ سېلابونو زیانونه اړولي

د ننګرهار ولایت لعلپوري ولسوال لعل خاتم قرار رسنیو ته ویلي، نن یکشنبه د شدیدو باران له کبله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي.

ښاغلي خاتم ویلي، سېلابونو د لعلپورې ولسوالۍ ځینو کلیو کې کرنیزې ځمکې له منځه وړې او ګڼ کورونه یې تخریب کړي دي.

نوموړي که څه هم د اوښتونو زیانونو کچې نه ده په ډاګه کړې خو په خبره یې، سیمه کې لاهم سېلاب جریان لري او د لا نورو زیانونو اندېښنه شته.

د لعلپورې سیمه ییزو مسئولینو له اړوند بنسټونو غوښتي، چې د سېلاب ځپلو مرستې ته ور دانګي او د هغوی بېړنۍ اړتیاوې دې پوره کړي.

تړلي موضوعات