چین په غچ اخېستنه کې تر امریکا مخکې شو!

چین په غچ اخېستنه کې تر امریکا مخکې شو! نړۍ
چین او امریکا د یوبل په وارداتو تعرفې لوړې کړې

وروسته له هغې چې امریکا پر چنايي وارداتو لس سلنه تعرفه ولګوله، بیجنګ یې هم په وړاندې باالمثل عمل وښود.

 خو د واشنګټن په پرتله د بیجنګ ګذار ځکه دروند دی چې تعارفه یې د لس سلنې پر ځای پنځلس سلنه ده.

 سي جي ټي اېن ټلویزیون په تازه راپور کې وایي، پر امریکايي وارداتو دا تعارفه نن سې شنبه وضع شوه.

 د چین دولتي شورا د ګمرکي تعارفو کمېسیون ویلي، د امریکا یو اړخیزه تعرفه د سوداګرۍ نړیوال سازمان له مقرراتو سرغړونه ده.

 چینایي چارواکو ویلي، د ټرمپ دا ډول اقدامات به د امریکا اقتصادي اندېښنې حل نکړي.

 دغو چارواکو د سپېنې ماڼۍ دغه پالیسي د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاریو پر زیان ګڼلې ده.

 بلخوا په راپورونو کې ویل شوي، چې ټرمپ پرون دوشنبې په مکسیکو او کاناډا ۲۵ سلنه لګول شوې تعرفې د ۳۰ ورځو لپاره وځنډولې.

تړلي موضوعات