د هند دفاع وزارت: د پاکستان پر ښارونو تازه بریدونه یې د دوی د بریدونو غبرګون کې کړي

د هند دفاع وزارت: د پاکستان پر ښارونو تازه بریدونه یې د دوی د بریدونو غبرګون کې کړي سیمه
د پاکستان پر ښارونو د هند بې پیلوټه الوتکو بریدونه

د هند حکومت ویلي، د پاکستان پر بېلابېلو ښارونو د بې پیلوټه الوتکو ننني بریدونه یې د هند خاوره کې د پاکستان حکومت له لخوا د تېرې شپې د ۱۵ اهدافو د په نښه کولو په ځواب کې کړي.

د هند دفاع وزارت په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، د هند پر خاوره د پاکستان بریدونو کې د درې ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي و، د نن د پنجشنبې په ورځ یې پر پنځو ښارونو د هند له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي چې یو عام وګړی پکې وژل شوی او څلور پاکستاني پوځیان یې ټپيان کړي دي.

وخت ناوخت د روانو بریدونو له امله د پاکستان په لویو ښارونو کې بېړنی حالت اعلانېږي.

تړلي موضوعات