د ټرانسپورټي کرایو تطبیق په موخه د کابل ښار له ترمینلونو څارنه شوې

د ټرانسپورټي کرایو تطبیق په موخه د کابل ښار له ترمینلونو څارنه شوې افغانستان
د کابل ښار له ټرانسپورټي ترمینلونو د کرایو تطبیق کمېټې څارنه

د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، د کابل ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محمدنور خلیل په مشري د ټرانسپورټي کرایو د تطبیق کمېټې د کرایو د تطبیق په موخه د کابل له بېلابېلو ټرانسپورټي ترمینلونو لیدنه او څارنه کړې.

د ولایت مقام د خبر له مخې دې لیدنه کې یې د کابل ده سبز، کابل – مزار او د ښاري او اطرافي مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو له ترمینولو څخه څارنه کړې.

یادې کمېټې د دې څارنې موخه د کرایو د تطبیق برخه کې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم تطبیق په ګوته کړی.

د دې څارنې پر مهال د ټرانسپورټي شرکتو له استازو سره د کرایي لایحې پر تطبیق ټینګار ترڅنګ د موټر چلونکو ستونزې هم اورېدل شوې، چې د حل په موخه به یې اقدامات وشي.

د کرایو د تطبیق کمېټې ویلي، د کرایو پر تطبیق به یې څارنه دوامداره وي، چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به له افرادو او شرکتونو سره قانوني چلند وکړي.

تړلي موضوعات