خوست کې د غلو پنځه کسیزه بانډ نیول شوی
د خوست امنیه قومندانۍ ویلي، د یاد ولایت اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د غلو یو پنځه کسیز بانډ نیولی.
امنیه قومندانۍ ویلي، د غلو نیول شوي ګروپ د یادې ولسوالۍ سربېره خوست ښار کې په ګڼو غلاوو کې ښکېل وو، چې د کشفي عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د قومندانۍ په خبره نیول شویو کسانو د بېلابېلو نقلیه وسایطو د غلا تورونه منلي او ښايي د لومړنیو څېړنو په پایله کې په نورو جرمونو هم تورن وپېژندل شي.
د یادونې ده، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوند ارګانونو ته ور وپېژندل شي.